د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د مارچ په ۷مه نېټه د چین د دوو مجلسونو پر مهال خبریالانو ته وویل، نړیوال وضعیت د پېچلي بدلون په حال کې دی، د چین ثابت پرمختګ د نړۍ د بې ثباتۍ عوامل کموي.
سي جي ټي ان په همدې ورځ د ۴۴ هېوادونو پر ۳۲۲۶۶ کسانو یوه سروې ترسره کړې چې له مخې یې سروې زیاتره اخیستونکي د چین ځانګړتیا لرونکې ډیپلوماتیکې نظریې او تګلارې ستايي او هیله یې وښودله چې چین به د نړیوالې ادارې او د لا نور عادلانه او مساوي نړیوال نظم د جوړولو لپاره نور زیات رول ولوبوي.
په دې سروې کې ۸۹ سلنه ګډونوالو دا نظر ښودلی چې چین یو بریالی هېواد دی، ۷۷ اعشاریه ۸ سلنه ګډونوالو چین یو د احترام وړ هېواد بللی او د ۸۷ اعشاریه ۲ سلنه ګډونوالو په اند، د چین نړیواله اغېزه په څرګنده توګه لوړه شوې ده.































