د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې هغه راتلونکې اونۍ په سعودي عربستان کې د امریکا له استازو سره رغنده خبرو اترو ته ژمن دی. نوموړي په یاد لیکلي بیان کې زیاته کړې، چې اوکراین د دې جګړې له لومړۍ شېبې راهیسې د سولې په لټه کې دی. زیلینسکي وایي ریښتیني وړاندیزونه په میز کې دي او هغه هیله لري چې په اړینو پریکړو او اقداماتو به موافقه وشي. نوموړي ویلي، چې هغه به راتلونکې اونۍ سعودي عربستان ته سفر وکړي او د دوشنبې په ورځ به له ولیعهد سره وویني. دغه راز د اوکراین ډیپلوماتیک او پوځي استازي به د سې شنبې په ورځ د امریکا له ټیم سره وګوري.
































