د فرانسې، ایټالیا، المان او بریټانیا د بهرنيو چارو وزیرانو د عربي هېوادونو له طرحې، چې د غزې د بیارغونې لپاره ۵۳ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري او د فلسطینیانو د بېځایه کېدو مخنیوی هم کوي، ملاتړ اعلان کړی دی. رویټرز راپور ورکړی، چې دغو څلورو هېوادونو په یوې ګډه اعلامیه کې ویلي، چې وړاندیز شوې طرحه د غزې د بیارغونې لپاره واقعي لاره ده او په دغې سیمه کې به د فلسطینیانو ژوند ښه کړي. دغه طرحه د مصر په ابتکار وړاندې شوې او د عربي نړۍ مشرانو لخوا تایید شوې؛ هغه طرحه چې اسراییل او امریکا رد کړې ده.
































