راپورونه وایي چې په امریکا کې کرونا وبا لا هم په چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده. د راپورونو له مخې، کرونا وبا نه یوازې دا چې ډېر خلک یې وژلي او ډېر شمېر ورباندې اخته شوي دي، بلکې د دغه هېواد اقتصاد ته یې هم سخته ضربه ورکړې ده. د امریکا د کارګرو وزارت د تازه شمېرو له مخې، یوازې په تېره اوونۍ کې ۸۶۰ زره خلکو د بې روزګارۍ له امله د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده. له دې څرګندېږي چې په امريکا کې د استخدام بيا عادي کېدل ورو شوي دي. په ورته وخت کې، له دوبي راهيسې په دغه هېواد کې د بې کارۍ کچه هم په بېساري توګه لوړه شوې ده. سربېره پر دې د کرونا وبا پر وړاندې د امريکا د ژغورنې لايحه هم په کانګرس کې د دواړو ګوندونو ترمنځ د کړکېچ په حال کې ده او لا هم تصويب شوې نه ده.
































