د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرس د ۳مې کلنۍ غونډې دوهمه عمومي ناسته د مارچ د ۸مې نېټې په سهار د دغه هېواد د پلازمېنې بېجينګ کې د خلکو په تالار کې تر سره شوه.
د دې غونډې په ترڅ کې د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې ، د سترې محکمې او د لویې څارنوالۍ کاري راپورونه وړاندې شوي دي.
د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون مشر شي جين پينګ په شمول د دغه هېواد د واکمن ګوند او دولت مشرانو په دغه عمومي ناسته کې ګډون کړی دی.
































