روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۳۹۸ شکمنې پېښې څېړل شوې دي چې له ډلي یې د ۱۲۵ هغو پایله مثبته وه، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۹ زره او ۴۴ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته ۴ تنه مړه شوي او ۴۴۱ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۱ زره او ۴۴۱ او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۲ زره او ۵۷۶ ته لوړ شوی دی.
































