د خیبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي. پاکستاني پوځ په یوه خبرپاڼه کې د خپلو دوو پوځیانو وژل کېدل تایید کړي او ویلي یې دي چې دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې امنیتي ځواکونو په یاده سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د لټون عملیات کول. خبرپاڼه کاږي، د عملیاتو پر مهال نښته رامنځته شوې چې له امله یې دوه پوځیان وژل شوي دي. د خبرپاڼې له مخې، امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او سیمه یې کلابنده کړې ده. تر اوسه د برید پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
































