د اسراییلو د انرژۍ وزیر الي کوهن امر کړی چې غزې ته د برېښنا لېږد ژر تر ژره ودرول شي. نوموړي دغه پرېکړه د دې لپاره کړې، چې پر حما.س فشار راوړي ترڅو د اوربند لومړی پړاو وغځوي. بل لور ته حما.س د اسراییلو دغه کړنه غندلې او دا یې “د نه منلو وړ باجاخیستنه” بللې ده. دغه راز د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې، فرانسېسا البانیس، هم د اسراییلو دا پرېکړه غندلې او ویلي یې دي، هغه هېوادونه چې لا هم پر اسراییلو بندیزونه نه دي لګولي له اسراییلو سره په نسل وژنه کې مرسته کوي. اسراییل دغه پرېکړه داسې مهال کوي، چې د شاوخوا یوې اونۍ راهیسې یې غزې ته د ټولو بشري مرستو د لېږد مخه هم نیولې ده.
































