د دایکندي د ټولګټو ریاست مسوولین وايي، چې د دایکندي – کندهار لویه لاره د ۴۷ میلیونه افغانیو په لګښت پراخه او بیارغول شوې ده. په جوړه شوې مطبوعاتي غونډه کې د دایکنډي د ټولګټو رییس اکرامالله عبدالرافع وویل چې په دې پروژه کې د دایکندي د پاتو ولسوالۍ د تپه لادوګک له سیمې څخه د روزګان ولایت ګیزاب ولسوالۍ د مولوي شهید راهنما کوتل پورې د ۵۲.۲۲۵ کیلومتره په اوږدوالي سړکونو، پلونه، پلچکونو، ویالو او ساتندوی دېوالونو جوړول، بیارغول او ترمیم شامل و، چې چارې یې بشپړې شوې دي. نوموړي زیاته کړه، چې همداراز د دایکندي ولایت مقام په مالي ملاتړ په دغه ولایت کې د ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت ۳۸.۲۵ کیلومتره په اوږدوالي او د ټولګټو ریاست په مالي ملاتړ ۱۳.۹۷۵ کیلومتره بېلابېل سړکونه رغول شوي دي.
































