د چین د ولسي سیاسي مشورتي کنفرانس د څوارلسمې ملي کمیټې د درېیمې غونډې له پيلېدو راهيسې، د ۳۴ سکتورونو څه باندې ۲۰۰۰ غړو دغې غونډې ته ټولټال ۵۸۹۰ وړانديزونه سپارلي دي. له دې جملې څخه د اقتصاد جوړونې په اړه ۲۱۳۳ او د ټولنې د لا اصلاح کېدو په اړه ۱۳۸۷ وړانديزونه دي، چې په جلا جلا توګه د ټولو وړانديزونو ۴۲.۶ سلنه او ۲۷.۷ سلنه برخه جوړوي.

دغه وړاندیزونه به د يادې غونډې له پای ته رسېدو وروسته اړوندو ادارو ته واستول شي.































