د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زېلېنسکي د سعودي له ولیعهد، محمد بن سلمان سره په جده کې کتلي دي. د رویټرز د راپور له مخې په دغه کتنه کې د دواړو لورو ترمنځ د اوکراین جګړې د پاېته رسولو د هڅو په اړه خبرې شوې دي. محمد بن سلمان په دغه کتنه کې ویلي، سعودي پر سولې د اوکراین د کړکېچ د بدلېدو په موخه له نړۍوالو هڅو ملاتړ کوي.
































