د غور ولایت د اقتصاد ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې په روان لمریز کال کې د ۱۶۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۶ بېلابېلو پروژو د پلې کېدو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د اقتصاد رییس محمد نبي خالد منصور ویلي چې د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ۱۶۷ میلیونه افغانیو په لګښت ۳۶ بېلابېلې پروژې پلي شوې، چې له جملې یې ۱۵ پروژو د یاد ریاست له لوري او پاتې نورې د همکارو موسسو په مالي ملاتړ پلې شوې دي. د نوموړي په وینا چې یادې پروژې د کرنې او نورو بېلابېلو برخو کې پلې شوې، چې ورسره د سیمې ۱۰۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
































