طالبان هغه ډله چې تر دې دمه یې د سیمې هېوادونه ملاتړي بلل کېدل، خو اوس تازه د ناټو یو راپور ښيي چې دوی مالي او نظامي استقلال ته په رسېدو دي. د ناټو یو محرم راپور ښيي چې دغه ډلې د کانونو د کيندنو او پر لویو لارو له سوداګرو د مالیاتو په اخیستو ځان مالي بسیاینې ته رسولی دی. د دې تر څنګ په راپور کې اندېښنه څرګنده شوې چې ښایي دغه مالي بسیاینه طالبان نور هم پیاوړي کړي او دا مسئله به د سولې روان بهیر ته زیان ورسوي. ناټو دغه راز وایي چې ښايي طالبان له نورو ترهګرو ډلو سره هم اړیکې پرې نه کړي.
د طالبانو د مالي امکاناتو په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي دي، خو وروستی هغه چې د ناټو له محرمو اسنادو راوتلی، خورا مهم دی. په دغه راپور کې راځي چې طالبان هر کال میلیونونه ډالر عواید لري او دې مسئلې دغه ډله ورو ورو مالي استقلالیت او ځان بسیاینې ته رسولې یا نږدې کړې ده. د ناټو د راپور پر بنسټ د طالبانو د عوایدو تر ټولو سترې سرچینې، د کانونو استخراج، د نشه يي توکو قاچاق، له سوداګرو سره اړیکې او د بهرنیو مرستو ترلاسه کول دي. طالبان تر ټولو ډېر عواید د نشه يي توکو د قاچاق او کانونو د استخراج له درکه تر لاسه کوي. د ناټو په راپور کې راځي: ((طالبانو مالي او پوځي خپلواکي ترلاسه کړې او یا هم ترلاسه کولو ته یې نږدې شوي دي. مالي خپلواکي به طالبانو ته دا وړتیا ورکړای شي چې د حکومتونو او یو شمېر نورو هېوادونو د اتباعو ملاتړ ته له اړکېدو پرته، خپلې جګړې په خپله له مالي پلوه سمبال کړي)).
د راپور پر بنسټ د طالبانو د ۲۰۲۰ز کال عایدات ۱،۶ میلیارده ډالرو ته رسېدلي دي. د ناټو په راپور کې راځي چې دا شمېره د تېرو کلونو په پرتله لوړوالی ښيي او دا په دې مانا ده چې طالبان هڅه کوي ځان له مالي اړخه لا ډېر پیاوړی کړي. د سرچینې په خبره: ((طالبانو خپل مالي قوت د مخدره موادو د غیر قانوني سوداګرۍ، د کانونو د غیر قانوني کيندنې او د صادراتو د عوایدو له درکه زیات کړی. په تخمیني توګه یې په تېر مالي کال کې چې د ۲۰۲۰ ز کال د مارچ په ۲۰مه پای ته ورسېد، ۱،۶ میلیارده ډالر ترلاسه کړي دي)).
د ناټو په راپور کې راځي چې د طالبانو د عوایدو ټولولو ټول مسوولیت د دې ډلې د یوه لوړپوړي غړي او د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د زوی ملا یعقوب پر غاړه دی. راپور وایي چې ملا یعقوب د طالبانو مشرۍ ته د ځان رسولو په لټه کې دی، له همدې امله یې په نظامي او مالي برخه پوره کنټرول خپل کړی دی. سرچینه وایي چې ملا یعقوب ټولو هغو سیمو ته چې هلته کانونه او عواید دي، خپل کسان لېږلي دي او په پوره دقت عواید ټولوي چې همدې مسئلې طالبان ځان بسیاینې ته نږدې کړي دي.
ناټو وايي، پر پوځي او مالي برخه د ملا یعقوب کنټرول به د دې سبب شي چې نوموړی په راتلونکې کې د طالبانو په رهبرۍ کې ځانګړی ځای ولري. سرچینه کاږي چې ملا یعقوب د سولې د هوکړې ملاتړی دی، خو پر دې مسئله باور نشته چې د طالبانو په رهبرۍ کې به په بدلون د دې ډلې دريځ بدل شي او کنه.
ناټو د طالبانو مالي بسیاینه د سولې پر روان بهیر هم اغېزلرونکې بللې ده. په راپور کې راځي، طالبان چې څومره په مالي او نظامي لحاظ پیاوړي کېږي، دومره دوی د سولې په مذاکراتو کې د لوړ امتیاز غوښتنه کوي. سرچینه کاږي، که امریکایي ځواکونه له افغانستان وځي، نو طالبان به د افغان حکومت پر وړاندې خونړۍ جګړې وکړي او دوی اوس تر بل هر وخت د جګړې لپاره مالي او نظامي امکانات خپل کړي دي.
ناټو دا هم ویلي چې ګواکي طالبان له ځینو هېوادونو مالي مرستې ترلاسه کوي چې په اړه یې دقیق معلومات نه دي ورکړي. مخکې داسې تورونه وو چې ګواکي طالبان د ایران او روسیې ملاتړ له ځان سره لري او پاکستان خو بیا هغه هېواد دی چې په هر اړخیزه توګه د طالبانو ملاتړی او همکار بلل کېږي. ناټو د دې ټولو تر څنګ دا هیله څرګنده کړې چې افغان جګړه د خبرو له لارې حل شي او د ځینو ځانګړو شخصیتونو ځانغوښتنه او د واک تنده د جګړې د دوام سبب نه شي.
































