د پنجشیر ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د پرمختګ او له اقتصادي پروګرامونو څخه د بنسټیز ملاتړ تر سرلیک لاندې یوه ناسته ترسره شوه. د سرچینې د مالوماتو له مخې دغه ناسته د یاد ولایت د ۸ ګونو ولسوالیو او د هغه نړیوالو موسسو د استازو په ګډون چې په افغانستان کې پروژې پلې کوي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه. عزیزي ویلي، چې د یاد وزارت له پروګرامونو څخه یو دا دی چې د تشبثاتو سکتور لپاره د هېواد په ټولو ولایتونو کې د صنعتي پارکونو د جوړولو او خاصو سیمو د برابرولو له لارې خلکو ته د کارزمینه برابره کړي، ترڅو له دې لارې خلکو ته د کار زمینه برابره شي.
































