افغان مذاکراتي ټیم په روانو مذاکراتو کې د پرمختګ خبر ورکوي. د افغان حکومت د مذاکراتي ټیم غړي نادر نادري په تازه څرګندونو کې ویلي چې تېره ورځ یو ځل بیا د طالبانو او افغان حکومت د مذاکراتي ټیمونو ترمنځ د څو ساعتونو لپاره بحثونه شوي دي. دده په خبره دواړو لورو د غونډو پر میکانیزم او تخنیکي اړخ خبرې کړې دي چې پر ځینو اختلافي مواردو توافق شوی دی او تمه یې ښودلې چې پر نورو مسایلو هم د نظر یووالی رامنځ ته شي. ددې تر څنګ د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم هم وایي چې دواړو لورو یو ځل بیا د غونډو پر تخنیکي مسایلو خبرې کړې دي او تمه ده چې پرمختګونه وشي. طالبانو او افغان پلاوي دواړو په مذاکراتو کې د پرمختګ لپاره هیله مندي ښودلې او د خبرو پر دوام یې ټینګار کړی دی.
































