د سولې د خبرو پر مهال د طالبانو یوه تګلاره نظامي فشار راوستل دي. ایرو ایشیا رېویو په یوه مقاله کې لیکي چې د سولې د خبرو له پیل سره هممهاله د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ نښتې خورا ډېرې شوې دي او په ټول افغانستان کې امنیتي پېښې د اندېښنې وړ دي. سرچینه کاږي د سولې د خبرو پر مهال د طالبانو یوه تګلاره دا ده، چې دوی به پر افغان حکومت د جګړې له لارې فشار ډېروي، سیاسیون به په نښه کوي، د سړک غاړې ماینونه به کاروي، بریدونه به کوي او په دې توګه به هڅه کوي چې د مذاکراتو پر مېز لا ډېر امتیاز واخلي. سرچینه همدا راز وایي چې طالبان به د اسلامي نظام پر ټینګولو ټینګار وکړي او په وینا یې مذاکراتي پلاوی به یې سختې غوښتنې ولري. ایرو ایشیا لیکي چې د طالبانو مذاکراتي پلاوی له بشپړ صلاحیت برخمن دی او له هغو مواردو نه تېرېږي چې مشرتابه یې ورته په ګوته کړي دي.
































