امریکا وایي په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د منلو نه دی. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تازه ټویټ پیغامونو کې ویلي چې په وروستیو ورځو کې د افغانستان په بېلو برخو کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی. دده په خبره د نښتو او بریدونو له امله ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او روان تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی. هغه زیاته کړې چې په دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مخامخ خبرې روانې دي نو ښه به وي چې ښکېلې خواوې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره ګامونه اوچت کړي. دده په خبره روان تاوتریخوالی خواشینوونکی دی او اړینه ده چې ښکېلې خواوې ژر تر ژره جګړې کمې کړي.
































