ملګرو ملتونو یو ځل بیا په نړۍ کې د بشري اوربند پر رامنځ ته کولو ټینګار کړی دی. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د سولې د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې نړۍ تر بل هر وخت اوربند او سولې ته اړتیا لري. دده په خبره ملګرو ملتونو د خپل تاریخ په اوږدو کې تل هڅه کړې چې په هېوادونو کې جګړې او تاوتریخوالی پای ته ورسوي او سوله ییزه فضا کې د بشري ژوند زمینه برابره کړي. ګوتریش ویلي بشري اوربند د کرونا وبا پر مهال د ټولو نړیوالو غوښتنه ده او یو ځل بیا یې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پر ښکېلو لورو د جګړو د درولو غږ کړی دی. د سټمبر ۲۱مه له ۱۹۸۱ز کال راهیسې د ملګرو ملتونو په تقویم کې د سولې نړیوالې ورځې په نامه نومول شوې او هر کال نمانځل کېږي.
































