د ملي مصالحې عالي شورا مشر یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې اوربند وکړي او د خلکو دې غوښتنې ته درناوی وکړي. ډاکټر عبدالله عبدالله د د سولې د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې افغان پلاوی له طالبانو سره په خبرو بوخت دی او تمه ده چې دلته روانه جګړه ژر تر ژره ختمه شي. نوموړي ویلي په دې ورځ ټول بشري فعالین له ښکېلو لورو د جګړو د پای ته رسولو غوښتنه کوي او د ملي مصالحې عالي شورا هم په دې هیله ده چې طالبان په افغانستان کې د اوربند غوښتنې ته لبیک ووايي او روانه جګړه ختمه کړي. عبدالله عبدالله وایي ټول افغانان له جګړو ستړی شوی او یو ځل بیا یې هیله مندي ښودلې چې د سولې مذاکرات پایلې ته ورسېږي او په افغانستان کې د څلوېښت کلنې اوږدې جګړې د پای ته رسېدو سبب شي. نوموړي ویلي تاریخ ثابته کړې چې جګړې یوازې د خبرو له لارې پای ته رسېدلی شي او طالبانو ته هم په کار ده چې د تاوتریخوالي په کمولو سره د سولې بهیر لا باوري او د ډاډ وړ کړي.
































