روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۳۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۹ زره او ۷۴ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته دوه تنه مړه شوي او ډېر شمېر نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو شمېر یو زر او ۴۴۴ او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۲ زره او ۵۷۶ ته لوړ شوی دی.
































