د امریکا د وسله وال تاوتریخوالي ثبت مرکز راپور ورکړی دی چې په یاد هېواد کې یوازې په تېره یوه شپه او ورځ کې د وسله وال تاوتریخوالي ۷۲ پېښې ثبت شوې دي. د یادې ادارې په خبره، په دې پېښو کې ۲۹ کسان وژل شوي او ۵۳ نور ټپیان دي. راپور کاږي چې دا پېښې د امریکا په انډیاناپولیس، کنټیکټ، نیویارک او اوهایو ایالتونو کې رامنځته شوې دي. د راپور له مخې، تر ټولو ډېر تلفات په کنټیکټ ښار کې اوښتي دي. تر اوسه پورې د بریدونو انګېزه روښانه نه ده خو په امریکا کې د تورپوستي جورج فلویډ تر وژل کېدو وروسته د پراخو سولهییزه اعتراضونو ترڅنګ وسله وال تاوتریخوالی هم ډېر شوی دی.
































