د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار مک ماسټر وایي، له افغانستان او المان څخه د امریکایي ځواکونو وتل په اوږدمهال کې امریکا ته ګواښ پېښولی شي او د ټرمپ دا پرېکړه یوه ستره تېروتنه ده. هغه زیاته کړې چې امریکا باید د افغان دولت او امنیتي ځواکونو دوامداره ملاتړ ته دوام ورکړي. مک ماسټر په خپلو تازه څرګندونو کې زیاته کړې، متحده ایالات باید د خپلو متحدینو له څنډې ته کولو او دغه راز د ځواکونو د ایستلو له عجولانه پرېکړو تېر شي. نوموړي همدا راز یو وار بیا پر ټرمپ نیوکې کړې او څرګنده کړې یې ده چې ټرمپ له طالبانو سره د دوحې مذاکراتو کې یادې ډلې ته ډېر امتیازات ورکړي دي.
































