د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ په ۲۱مه نېټه د جاپان په پلازمېنه توکيو کې د دغه هېواد له صدراعظم ايشيبا شیګرو ، د دې هېواد او د کوريا جمهوريت د بهرنيو چارو له وزيرانو سره په غونډه کې ويلي چې چين مخکې له مخکې له جاپان او کوريا جمهوريت سره همکارۍ پيل کړې، ډېرې لاسته راوړنې او همکاريز امکانات يې درلودلي چې همدا د درېيو هېوادونو د متقابل پوهاوي او د ګډو ګټو پر بنسټ د ګډې همکارۍ د پرمخ بېولو لپاره مهم رول لوبولی دی. چين له جاپان او کوريا جمهوريت سره همکاريو ته په درنه سترګه ګوري او د خپلمنځي همکاريو پر راتلونکې پوره باور لري. زموږ په درېيو هېوادونو کې دغه متل شته چې وايي: ګاونډي د هغو خپلوانو په پرتله چې راڅخه لرې واټن لري، لا ښه دي. د بې ثباتۍ له عواملو څخه په ډکه نړۍ کې له دې متل څخه د درې اړخیزې همکارۍ اهمیت ښکاري.
هغه پر دې ټينګار کړی چې روان کال د جاپان د تيري پرضد د چینايانو د مبارزې او د فاشيزم پرضد د نړيوالو د مبارزې د برياليتوبونو له اتيايمې کليزې سره برابر دی. چین غواړي له يادو دوو هېوادونو سره په سمه توګه دويمې نړيوالې جګړې ته وګوري، پر څو اړخيزم ټينګار وکړي، د ملګرو ملتونو کليدي مقام وساتي او د درې اړخيزې همکارۍ د پر له پسې پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي، څو د سيمې او نړۍ د سولې او سمسورتيا لپاره خپل خدمتونه وکړي.































