سه شنبه, جون 9, 2026
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
    د جهادي اثارو د ساتنې قانون توشیح او په رسمي جریده کې خپور شو

    کندهار ښار کې ملي بسونو فعالیت پيل کړ

    کندهار ښار کې ملي بسونو فعالیت پيل کړ

    کرکټ؛ هند په ټېسټ لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه

    د پنجشېر د کانونو په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

    یونیسف: ښځینه روغتیاپالانې د ماشومانو د واکسیناسیون په بهیر کې مهم رول لري

    د هرات ـ مزارشریف؛ د اورګاډي پټلۍ پروژې د تمویل په اړه ګډه ناسته وشوه

    اوچا: لوکزامبورګ د افغانستان بشردوستانه صندوق سره ۳۰۰ زره یورو مرسته وکړه

    د ا.ا مشر: د خلکو اصلاح د تعلیم له لارې ممکنه ده

    د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په تړاو غونډه جوړوي

  • سیمه
    پزشکیان: امریکا سره خبرو کې له خپلو اصولو نه تیریږو

    کوټه کې د چاودنې له امله ۲۴ کسان وژل شوي

    پاکستان کې بهرنۍ پانګونه ۳۱ سلنه کمه شوې ده

    باجوړ کې ۱۵ پاکستاني پولیس وژل شوي

    باجوړ کې ۱۵ پاکستاني پولیس وژل شوي

    راپورونه: د پاکستان پورونه د ریکارډ لوړې کچې ته رسېدلي

    عراقچي؛ د بریکس د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې لپاره نوي ډیلي ته تللی

    سعودي عربستان د ایران پر خاوره نا اعلان شوي هوايي بریدونه کړي

    هاکان فیدان؛ د ایران جګړې په اړه د خبرو اترو لپاره قطر ته ځي

    بلوچستان کې د پراخې اورلګېدنې له امله ۴۵ کسان ټپيان شوي

  • نړۍ
    ټرمپ: ایران او اسراییل دې سمدستي یو پر بل بریدونه ودروي

    روسیې د اوکراین ۳۳۹ ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي

    ایران: امریکا سره احتمالي هوکړه د کنګل شویو شتمنیو ازادېدو سره تړلې

    عراقچي: ایران د اوربند د سرغړونو پر وړاندې دفاعي اقدام کوي

    پيکس: د مې میاشت کې د پاکستان امنیتي وضعیت یو ځل بیا خراب شوی

    محسن رضايي: د لبنان په سویل کې د اسراییلو د عملیاتو پر پراختیا اندېښنه ښودلې

    ټرمپ: له ایران سره احتمالي هوکړه د اټومي مسایلو په اړه روښانه مادې لري

    رویټرز: ایران او امریکا د اوربند د غځولو او اټومي خبرو پر پیل سلا مشورې کوي

    سېف د چلډرن: ۱۵۳ میلیونه ماشومان د خوړو له کمښت سره مخ دي

  • اقتصاد

    د پنجشېر له باغونو ۱۳۰ ټنه د ګیلاسو حاصلات راټول شوي

    ازبکستان: د افغان -ټرانس دهلېز د امکان سنجۍ چارې چټکې شوي

    چینايي شرکتونه؛ د برېښنا تجهیزاتو او تخنیکي روزنو په برخه کې پانګونې ته لېواله دي

    ترکمنستان؛ د قالینو په ملي جشن کې افغاني غالۍ نندارې ته وړاندې شوې

    هلمند کې د پنبې دانې د غوړیو تولید پراخ شوی دی

    له منځنۍ اسیا سره د افغانستان سوداګري له ۱.۲ میلیارد ډالرو اوښتې

    ازبکستان افغانستان ته ۳۲۰ ټنه بشري مرستې را لېږلې دي

  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • ژوند او روغتیا
  • نړیوال خبرونه
  • معلوماتي خپرونې
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
    • کتاب
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result

رولان بارت

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 22, 2020
in څېرې
0 0
0
رولان بارت
0
شریک شوی
0
لیدونکي
Share on FacebookShare on Twitter

په دې کې شک نشته چې رولان بارت د شلمې پېړۍ له نوموتو ادبي نقادانو او لیکوالانو و. هغه د نښې پېژندنې په برخه کې مخکښ و. دی په اصل کې یو ادبي منتقد او فیلسوف و، په خپل ځیرک فکر او پیاوړي متن یې مهم اثار پنځولي دي، همدې لیکنو او پراخې مطالعې هغه د یوه تکړه فیلسوف تر څنګ نړۍ ته د یوه پیاوړي ټولنپوه په توګه هم ورپېژندلی دی. بارت په ځوانۍ کې په چپي او کمونیستي حرکتونو کې برخه اخیسته، خو ډېر ژر یې له دوی واټن ونیو او خپله لاره یې بدله کړه. د یو څه مودې لپاره یې د فرانسې د عالي اجتماعي مطالعاتو په برخه کې تدریس کاوه، په ۱۹۷۶م کال کې یې په کلژ دوفرانس کې د ادبي ماناپوهنې د تدریس مسوولیت پر غاړه واخیست.

رولان بارت په ۱۹۱۵ م کال کې د فرانس په شربورګ ښار کې زیږېدلی دی. هغه د پاریس په سوربن پوهنتون کې د فرانسوي ژبې کلاسیک ادبیات ولوستل. دفاشیزم پر ضد د هغه مهال په روانو فعالیتونو کې یې ونډه لرله، چې له همدې امله یې په مطلقو چپي ورځپاڼو او نشریاتو کې لیکنې کولې. بارت د دویمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې د سل ناروغۍ له امله د سرتېرۍ له خدمت وبښل شو، تر جګړې وروسته د تدریس په موخه رومانیا ته لاړ، وروسته سکندریه پوهنتون ته راغی، چې همدلته یې د ګریماس تر نظر لاندې د ژبپوهنې لوست پیل کړ.

بارت په ۱۹۵۰ م کال کې پاریس ته را وګرځېد، د علمي تحقیقاتو په مرکز کې یې لومړی د فرهنګ لیکوال او وروسته د ټولنپوه په توګه دنده تر سره کړه. له ۱۹۶۰ م کال وروسته بیا تر مرګه پورې د تدریس په چارو بوخت و. په ۱۹۷۶ م کال کې یې په دو فرانس کالج کې د نښې پېژندونکي او سمبولیست پر څوکۍ دنده پيل کړه. هغه له ځینو نورو لیکوالانو سره په ګډه د تېل کول (Tel Quel) ادبي نشریې له خپروونکو او چلوونکو و. بارت د پورته فعالیتونو ترڅنګ ډېره عالي لیکوالي کوله. هغه په ۱۹۵۳ م کال کې د صفر درجې په نامه یو کتاب خپور کړ چې دی یې هغه مهال د مطرحو فیلسوفانو او لیکوالانو په کتار کې راوست. د دې تر څنګ یې د میشله، اسطوره پېژندنې، د راسین په اړه، د نقادۍ مقالې، د نښانو امپراتوري او نور اثار خپاره کړي دي. دی په دې اثارو کې تر ډېره پر ژبپوهنه او نښې پېژندنه باندې تمرکز کوي. ده بیا له همدې نښانو او یا هغو سمبولونو چې انسان یې په ورځني ژوند، لیکنو، اعلانونو او نورو مواردو کې کاروي، انساني شخصیت تحلیلوي او له دې مواردو په خپلو اثارو کې د انسان پېژندنې لپاره کار اخلي.

د بارت د روشنفکرۍ ژوند دوې برخې لري. لومړی دا چې هغه د خلکو له فرهنګ او هنر د جوړښتونو او سترکچرلېسټي مکتب پر اساس تفسیرونه وړاندې کوي او د دوی کړه وړه تحلیلوي. په دې اثارو کې یې ټول تمرکز د انسان پر پېژندنه دی، له نښانو هڅه کوي څو انسان وپېژني او له سمبولونو تحلیلونه کوي. دی په دې برخه کې تر ډېره د سوسور له نظریاتو هم استفاده کوي، هغه به ویل چې د دال مانا د هغه د ضد ماناوو له مقابلېدو وروسته معلومېدلی شي. په دې مانا، ورځ ځکه پېژنو چې په مقابل کې یې شپه ده، سپین رنګ ځکه پېژنو چې په مقابل کې یې تور دی. دوی له تقابلونو د کلماتو او نښانو مانا را ایستله.

د بارت لومړني اثار د سترکچرلېزم له مکتب متاثر وو، نه یوازې متاثر؛ بلکې وروسته یې پر دغه مکتب هم اغېز درلود. دا هرڅه د دې سبب شول چې په دغه ادبي او فرهنګي مکتب کې ډېر څه ور زیات کړي او د پام وړ بدلونونه راولي. هغه د اسطوره پېژندنې په کتاب کې د نښو نښانو په تحلیل پسې دی، دا چې څه ډول دغه نښانې فرهنګونو ته راغلې دي، هدف یې څه دی، موخه یې څه ده او څه ډول تحلیلونه ترې کېدلی شي؛ دا ځوابونه د نوموړي په اثارو کې پيدا کولی شی. بارت د خپلې روشنفکرۍ د عمر په دویمه برخه کې د داسې مفکورو په روزلو او وده ورکولو لاس پورې کړ، چې هغه د متونو د تحلیل او متونو د لوستلو لپاره کارول کېدل.

بارت په خپل ژوند کې له ګڼو فکري دستګاوو سره تعامل درلود. د سارتر، برشت، لوی‌ ستروس، مارکس، نیچه، دو سوسور، هوسرل، ژاک لاکان، د روسي فارملستانو، الماني رومانتسیزم او نورو اغېز د ده په اثارو کې لیدلی شو. که څه هم هغه په ځینو اثارو لکه  «ارسطو پېژندنه» کې بېل فکر درلود، په «صفر درجه کتاب» کې یې تاریخي او طبقاتي تحلیل کارولی و او د «نقد او حقیقت» په اثر کې یې له جوړښت پالنې کار نه و اخیستی؛ ځکه هرمنوتیک ته نږدې شوی و.

بارت په خپل ژوند لیک کې د «رولان بارت د رولان بارت په قلم» چې د نوي رومان ډولونه یې ګڼل د خپل ژوند، ماشومتوب، ځوانۍ او نورو مواردو په اړه لیکنې کړې دي. هغه په ۱۹۱۵ م کال کې زیږېدلی دی او پلار یې د ۱۹۱۸ م کال په جکړه کې ووژل شو او ده له خپلې مور سره په بایون ښار کې ژوند کاوه. هغه به ډېر وخت زړه تنګی او خپه و. رولان بارت د داسې یوه ماشوم په توګه ژوند وکړ، چې د مور تر مړینې وروسته یې ټوله نړۍ ویجاړه شوې وه. خوښۍ یې بایللې وې. هغه لیکلي چې نور یې له ژوند سره کومه مینه لرله. ژوند یې ماشومانه و او ان مرګ یې هم د یوه ماشوم په څېر پېښ شو. له سړکه د تېرېدو پر مهال موټر وواهه او په شېبه کې د یوه ستر شخصیت د ژوند وروستۍ شېبې راورسېدې.

بارت د دې پدیدو په تحلیل او په فرهنګي څرګندونو کې د (سوسور) د ژبپوهنې د رغښتوالې او د لوی ستروس د انسان پېژندنې له نظریاتو اغېزمن دی. هغه په دې توګه هڅه کوي چې د کلتوري پديدو نورو او پټو اړخونو ته ورسېږي.  هغه د مانا په لټه کې نه و؛ بلکې غوښتل یې مانايي قاعدې پیدا کړي. یانې هغه امکانات چې ژبې ورته برابرول. لکه څنګه چې ژبپوهنه د جملې په مانا کار نه لري او غواړي شکلي جوړښت یې وپیژني. همدا جوړښت چې یوې جملې ته یې د جملې ارزښت ورکړی دی. بارت وروسته د اسطورې پېژندنې په نوم په یوه مهمه تیوریکي مقاله کې د اسطورو د تیوریکي اساساتو او میتودونو په اړه تدوین کړل، چې وکولی شي د ټولو مطالبو لنډیز لکه د نقد، ادبي نظریې، نښه پېژندنې او نورو ادبي مسایلو په اړه وړاندې کړي. د دې حقیقت سربېره چې نښې په لوېدیځ فلسفي دود کې عالي څیړنیز موقعیت لري، خو عصري سیمیټیک تثبیت د فردیناند ډی ساسور د مطالعاتو او افکارو پر اساس راپورته شو.

د کلماتو او نښانو د مانا په اړه رولان بارت په زړه پورې څرګندونې لري. هغه وایي، د نښانو تر شا پرته مانا په ټولنه کې د فرهنګي قراردادونو محصول دی. دی وایي، له همدې امله له نښانو د خپلې خوښې مانا اخیستی شو او همدا راز پخپله ژبه هم د کلماتو د مانا په تغیر او تعین کې رول لرلی شي. په یوه ژبه کې یوه نښانه یا کلمه یوه مانا لرلی شي، خو همدا کلمه په همدې وینګ په بله ژبه کې بله مانا لېږدولی شي. نو له همدې امله دی د سوسور په څېر ټینګار کوي چې کلمات فرهنګو ته په کتو بېلې مانا وې لرلی شي. سوسور به هم ویل چې د کلماتو مانا په ډکشنرۍ کې مه ګورئ، بلکې په جملاتو کې یې وګورئ او په دې ځان پوه کړئ چې څوک کومه کلمه په کوم وخت کې د کوم هدف لپاره کاروي. د بېلګې په توګه، موږ په پښتو کې د یوې پدېدې لپاره د مرګ، مړینې، مردار، شهید، وژل شوي او مړه شوي کلمات د یوې پېښې لپاره کاروو؛ خو مانا او د کلمې تعین زموږ په فرهنګ او فکر پورې اړه لري. دا اوس موږ ټاکو چې چا ته مړ او چا ته مردار ووایو. له همدې امله بارت او سوسور وایي چې د کلماتو مانا په فرهنګو او جملاتو کې ده، نه په قاموسونو کې.

نښه پوهنه په یوه تعبیر د هر هغه څه په اړه مطالعې ته ویل کېږي، چې د نښانې په توګه منل شوي وي. نښه بیا هر هغه څه ته ویلی شو، چې هغه د یوه بل شي لپاره مانادار ځایناستی وي. په دې مانا چې موږ یو شی نه راسره ګرځوو، خلکو ته یې نه ښيو چې دا شی راسره دي، بلکې یوه نښانه یا همغه کلمه راسره وي.

د بارت د نښه پوهنې تر ټولو ستر هدف دا و، چې د مانا لرونکو نښانو د تولید نظام وڅېړي. ده به ویل، حقیقتونه تل په ټولنو کې په ځانګړو فرهنګي او چاپېریالي چوکاټونو کې بدلېږي رابدلېږي. بارت به ویل چې د نړۍ د علایمو په نظام کې په ټولیزه توګه یو ستر شی موجود دی. دی وایي چې نښه پوهنه کولی شي په ډېره ښه توګه په ټولنه کې روان فرهنګي تحولات تجزیه کړي. دی هغه نښې چې یادونه یې کوي، له فرهنګي او تاریخي لحاظه بشپړې بولي. په دې مانا چې د وخت په تېرېدو او د فرهنګونو په غني کېدو سره دا نښانې بشپړې شوې دي او ځانګړي مفاهم لېږدوي. له همدې امله رولان بارت وایي، نښې نښانې او کلمات نه یوازې دا چې فرهنګ او مفکورې ښيي، بلکې په ټولنو کې د علومو حقیقت هم پر همدې بنسټ ارزول کېدلی شي. د نښه پوهنې علم وایي چې مادي واقعیتونه دایمي او پر خپل ځای نه دي او په دې مانا نه ده چې ارو مرو یې باید پر انسانانو تحمیل کړو. د ده په باور، واقعیتونه تل د یوه ځانګړي نظام په وسیله جوړېږي او انسانانو ته د درک وړ کېږي. هغه وايي، مانا تل ځانګړی هدف تعقیبوي او همدا نښانې دي چې د مسایلو اړخونه روښانه کوي.

بارت دا هم وایي چې په نړۍ کې رمزونه، علایم او نښانې ثابتې نه دي. یاد شیان، ټولنیزو، اخلاقي، تاریخي او فرهنګي چاپېریالونو ته په پام بدلېږي رابدلېږي. هغه وايي چې نښانې د ماناوو په رامنځ ته کېدو او یا د هغه بهیر له تکمیلېدو سره مرسته کوي، چې د ماناګانو د بشپړېدو او پراختیا سبب ګرځي. په دې مانا چې نښانې په خپله له ځان سره مانا او ذهني تصویر لېږدوي، خو برعکس پخپله هم د مانا د ایجاد سبب ګرځي.

رولان بارت سره له دې چې یو پیاوړی لیکوال و، ښه نقاد هم و. هغه د فرانسې د هغه مهال پر روان ادبي بهیر باندې نقدونه کړي دي. ده به ویل چې په فرانسه کې کلاسیکه لیکوالي د اسطورو د لیکلو یو نمونه ده. د ده د لیک لوست زمانه په فرانسه کې لا هم کلاسیکه وه، خو بارت نقد کاوه او په دې بهیر کې د نوښتونو، پراختیا او بدلون پلوی و. د رولان بارت نظریات خورا پراخ دي.

بالاخره د ادبي نظریاتو او لیکنو دغه مخکښ فرانسوي لیکوال تر کلونو، لیکنو، نقد او تدریس وروسته په ۱۹۸۰ م کال کې په یوه ترافیکي پېښه کې ومړ. په فرانسه او نړۍ کې یې لا هم ادبي او هنري فعالیتونو ته د قدر په سترګه کتل کېږي.

شفیق امیرزی

ShareTweet
Spogmai Radio

Spogmai Radio

  • amg
  • Home 1
  • Home 2
  • JeetCity Casino: Traditional Games for Big Stakes
  • Privacy Policy
  • Privacy Policy
  • Sample Page
  • Sample Page
  • With Casino Ozwin Casino and Win Big!
  • الرئيسية
  • الصفحة الرئيسية 2
  • الصفحة الرئيسية 3
  • الصفحة الرئيسية 4
  • الصفحة الرئيسية 5
  • زموږ سره اړیکه
  • کورپاڼه
Call us: +1 234 JEG THEME

Designed and Developed By Icode © 2020 SpogmaiRadio. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In