ملګرو ملتونو په افغانستان کې له فساد سره پر مبارزې او ښې حکومتولۍ ټینګار کړی دی. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشرې دیبرا لاینس له ولسمشر غني سره د لیدنې پر مهال ویلي چې افغان حکومت باید له فساد سره مبارزه پیاوړې کړي او د ښې حکومتولۍ په برخه کې هڅه وکړي. نوموړې همدا راز د سولې پر روان بهیر هم خبرې کړې دي او په خبره یې دغه لړۍ د ملګرو ملتونو له ملاتړ برخمنه ده. ولسمشر غني هم په دې لیدنه کې د فساد ضد مبارزې په اړه د ملګرو ملتونو استازې ته معلومات ورکړي دي او په خبره یې دوی هڅه کوي د جینوا کنفرانس ته له لاس ته راوړنو سره ورشي. دواړو لورو په افغانستان کې د انکشافي پروژو په پلي کېدلو او پراختیایي چارو هم خبرې کړې دي.
































