کورنیو چارو وزارت وایي، طالبانو په تېرو شپږو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د خپلو بریدونو پر مهال درې زره او ۵۰۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د یاد وزارت ویاند طارق ارین نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي، طالبانو د روان کال په تېرو ۶ میاشتو کې اووه زره وسلهوال بریدونه کړي دي. د هغه په خبره، په همدې موده کې د طالبانو له لوري ځای پر ځای شوي ۱۴۰ ماینونه هم چاودلي چې له امله یې ملکي وګړو ته یاده مرګ ژوبله اوښتې ده .د یادونې ده چې د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو پیل په مراسمو کې ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ شوې هوکړې نه وروسته شاوخوا ۱۲ زره افغانان وژل شوي او ۱۵ زره نور ټپيان شوي دي.
































