د نشنل انټرسټ په نامه یوې خپرونې د پاکستان او طالبانو وروستیو اړیکو ته کتنه کړې ده. د یادې خپرونې له لوري په یو اوږد تحلیل کې راغلي، طالبان اوس پوه شوي چې د پاکستان د ملاتړ دوام یې په افغانستان کې دننه د خلکو ترمنځ اعتبار زیانمنوي نو له همدې امله اوس پر پاکستان ډېره تکیه نه کوي. تحلیل کې راغلي، په نړیواله کچه د طالبانو سیاسي اعتبار پاکستان وارخطا کړی دی، ځکه پاکستان درک کړې چې طالبان له دې وروسته د افغان سولې کیلي د پاکستان په لاس کې نه بولي. په ورته وخت کې د طالبانو په تنظیم کې وروستي بدلونونه د دې ښکارندویي کوي چې یاده ډله هڅه کوي په سیاسي کچه خپل مشروعیت نور هم پراخ کړي. د تحلیل یوه برخه کې راغلي، پاکستان غواړي طالبان تر خپل نفوذ لاندې د افغانستان د اوسني نظام برخه وګرځوي، ځکه دا هېواد له دې په وېره کې دی چې که چېرته طالبان بیا واک ته ورسېږي نو نه یوازې به پاکستان کې د جهادي ډلو ملاتړ خپل کړي بلکې په دیوبندي مدرسو کې به هم د افراطیت نوې څپې پیل شي. د تحلیل وروستۍ برخه کې راځي، د طالبانو د نظامي مسوول په توګه د ملا عمر د زوی ملا یعقوب ټاکل کېدل هم دا ثابتوي چې پر یاده ډله د پاکستان نفوذ کم شوی دی. لیکوال کاږي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې لاسلیکېدو طالبانو ته په پراخه کچه سیاسي اعتبار ورکړ او دا یې وښوده چې د طالبانو او پاکستان اړیکې د ورورولۍ پر اساس نه؛ بلکې د ګټو پر بنسټ وې.
































