د کیوبا د بهرنیو چارو وزیر وایي، د امریکا غیر مسوولانه کړنې د منلو نه دي. هغه زیاته کړې، یاد هېواد سوداګریزو او د وسله والو جګړو اور ته په لمن وهلو سره نړیوال امنیت له ګواښ سره مخ کړی دی. برونو رودریګز د ملګرو ملتونو د ۷۵مې کلیزې په مناسبت یو ویډیویي پیغام کې ویلي، نړیوال قوانین د نړۍ ځواکمن هېوادونه ګواښي او په خبره یې، ځانګړې توګه امریکا په خپلو غیر مسوولانه کړنو سره د نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی. هغه زیاته کړې، امریکا له ټولې نړۍ سره په جګړه کې ده او ټوله نړۍ کې یې د خپلو ګټو لپاره جګړې دوامداره ساتلې دي. امریکا تر اوسه د رودریګز څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.
































