د امریکا ددفاع وزارت یو ځل بیا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو پر کمولو ټینګار کړی دی. د امریکا ددفاع وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د راتلونکې نومبر میاشتې تر پایه به په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر تر پنځو زرو هم کم کړي. پنټاګون وايي چې د ټرمپ د سپارښتنو پر بنسټ او د امریکا او طالبانو د هوکړې له مخې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو کمولو ته ادامه ورکوي. سرچینه دا هم وایي چې د ځواکونو له کمولو سره سره په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ته ژمن دي او د افغان ځواکونو روزنې ته به هم ادامه ورکوي. پنټاګون وايي امریکا هڅه کوي په ۲۰۲۱ز کال کې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر صفر ته راښکته کړي خو دغه پرېکړه په حالاتو پورې تړلې ده او د افغانستان وضعیت ته په کتو به د سرتېرو د بشپړ وتلو په اړه اقدامات کېږي.
































