خلیلزاد وايي په بین الافغاني خبرو کې دخیل دي او هر څه له نږدې څاري. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي دوی اوس هم د سولې په پروسه کې دخیل دي، هر څه له نږدې څاري او خپل نظریات یې په واضح توګه بیان کړي دي. دده په وینا امریکا به ټولې هغه غوښتنې بیا بیا په مذاکراتو کې مطرح کوي چې هغه د هر افغان حق خوندي کړي. هغه د امریکایي استازو پوښتنو ته په ځوابونو کې ویلي چې د امریکا او طالبانو هوکړه تر اوسه په سمه توګه عملي شوې نه ده، خو بیا هم دا د امریکا لپاره ویاړ دی. زلمي خلیلزاد دغه راز ډاډ ورکړی چې بین الافغاني مذاکرات به بریالي کېږي او په افغانستان کې به د روانې جګړې د درېدو سبب شي. هغه په خپلو خبرو کې دا هم ویلي چې د شوروي تر وتلو وروسته د افغان مشرانو غیر معقول چلند افغانستان د جګړو په ډګر بدل کړ خو امریکا به هېڅ وخت اجازه ور نه کړي چې په دغه هېواد کې د ۱۹۹۰ز کال پېښې بیا تکرار شي او افغان مشران په خپلو کې په جګړو اخته شي.
































