د تعرفو نړيواله جګړه ورځ تر بلې سختېږي. امريکا په دې وروستيو کې پر خپلو سوداګريزو ملګرو اضافي تعرفې لګولي، خو ګڼو هېوادونو يې پر وړاندې غبرګون ښودلی او ځوابي اقدامات يې غوره کړي دي.
چين د اپريل په پنځمې نېټې په يوه سند کې خپل دريځ بیان کړی او پکې يې ويلي، چې امريکا ګمرکي تعرفې پر نورو هېوادونو د فشار اچولو او د خپلو ګټو د ترلاسه کولو د وسلې په توګه کاروي.
چين د امريکا ياد عمل د يواړخيزم، پروټېکشنيزم او اقتصادي بادارۍ عمل بللی او ويلي يې دي، چې له سختيو به ونه ډار شي، د لوړې سويې د ازادې سوداګرۍ او اسانې پانګونې تګلارو ته به دوام ورکړي او له نورو هېوادونو سره به د ګډو ګټو په موخه د پرمختګ فرصتونه شريک کړي.
د چين د بهرنيو چارو پوهنتون پروفیسور لي های دونګ رسنيو ته ويلي، د چين دغه دريځ د دې ښکارندويي کوي، چې دغه هېواد له سياسي تسلط نه ډارېږي او د عدل او انصاف د مسئوليت احساس لري او همدا دريځ یې د نړيوالې اجماع په رامنځته کولو او د اقتصادي نړيوالتوب په پرمخبېولو کې ورسره ډېره مرسته کوي.
د لي های دونګ په وينا، چين د لوړې سويې د ورخلاصون ټينګ هوډ لري او پر همدې لارې د يواړخیز تسلط پر وړاندې مبارزه کوي، د نورو هېوادونو باور يې خپل کړی او متزلزلې نړۍ ته يې ثبات رسولی دی.
سوداګريزه جګړه ګټونکی نه لري او پروټېکشنيزم ستونزې نه شي هوارولی
امریکا شکایت کوي، چې له نورو هېوادونو سره سوداګرۍ کې يې ډېر زيانونه ګاللي، خو په حقیقت کې دغه هېواد له دويمې نړيوالې جګړې وروسته د ازادۍ سوداګرۍ له نړيوال سیسټم څخه تر ټولو زياتې ګټې ترلاسه کړې دي. د بېلګې په توګه، امریکا په ۱۹۷۹م کال کې له چين سره سياسي اړيکې ټينګې کړي او له همغه وخت راهيسې يې له دغه هېواد سره په اقتصادي او سوداګريزو همکاريو کې ډېرې ګټې ترلاسه کړې دي. د امريکا شاوخوا ۷۰ زرو تصديو په چين کې پانګونې کړي او دغه هېواد ته يې د صادراتو پر مټ خپلو خلکو ته ۹۳۰ زره کاري فرصتونه برابر کړي دي. دغه راز امريکا له چين سره د خدماتو په سوداګرۍ کې ګڼ شمېر مثبت بېلانسونه هم ساتلي دي.
د امريکا د اقتصاد څېړنيزې ادارې شمېرې ښيي، چې دغه هېواد په ۲۰۲۳م کال کې چين ته د ۴۶ ميليارډو او ۷۲۰ ميليونو ډالرو په ارزښت خدمات صادر کړي او مثبت بېلانس يې ۲۶ ميليارډه او ۵۷۰ ميليونه ډالره ښودل شوی دی.
بريتانيې د اېکنوميسټ (The Economist) مجلې ليکلي، امریکا هغه سمسورتيا له پامه غورځولې، چې نړيوالو ورته رسولې ده.
امريکا هڅه کوي، چې د ټولې نړۍ د ګټو په بيه خپله باداري وساتي او د دې موخې لپاره پر نورو هېوادونو پرله پسې فشارونه اچوي.
چين د امريکا د فشارونو پر وړاندې ګذشت نه کوي، بلکې پر وړاندې يې يو لړ ځوابي اقدامات غوره کړي، څو د خپل ملي حاکميت، خوندېتوب او د پرمختګ ګټې تامين کړي او څواړخيز سوداګريز سیسټم او نړيوال سوداګريز اصول وساتي.
الجزیرې تلويزيون په يوې تبصرې کې څرګنده کړې، چې چين د تعرفو جګړه کې د بري جرئت او باور لري.
پرمختګ د ځينو هېوادونو شخصي او ځانګړی حق نه، بلکې د ټولو هېوادونو حق دی. امریکا پر ټولو سوداګريزو ملګرو يواړخيزې اضافي تعرفې لګولي، د سوداګرۍ نړيوال سازمان له اصولو څخه يې سرغړونه کړې، نړيوال اقتصادي او سوداګريز سیسټمونه يې خراب کړي او د پرمختګ موندلو لپاره يې د نورو هېوادونو پر حقه حقونو تېری کړی دی.
اروپايي ټولنې، فرانسې، بريتانيې، ايټاليې، جاپان، استراليا، سينګاپور، جنوبي افريقا، کاناډا او ډېرو نورو هېوادونو د امريکا د تعرفو تګلارې په کلکه غندلې دي.
چين په څرګنده ویلي، ټول هېوادونه بايد په ګډو مشورو د نړيوالو چارو په اړه پرېکړې وکړي او د نړۍ سرنوشت باید وټاکي.
امريکا د تعرفو له لارې په نړيوالې سوداګرۍ کې پرله پسې خنډونه جوړوي، خو چين بیا برعکس خپله دروازه نوره هم پرانېزي.
د چين دولت رئيس شي جين پينګ پدې وروستيو کې د نړيوالو صنعتي او سوداګريزو ټولنو له استازو سره په خبرو کې ويلي، چې هېواد يې پر اصلاحاتو او ورخلاصون ټينګار لري، د ورخلاصون دروازه به يې نوره هم خلاصه شي او د بهرنيو پانګونو په اړه يې ګټورې تګلارې نه دي بدلې شوې او هيڅکله به يې بدلې نه کړي.
د چين د پرمختګ لوړپوړی فورم کې، چې څه موده مخکې د دغه هېواد په پلازمېنې بېجينګ کې ترسره شو، د بهرنيو تصديو څه باندې ۸۰ استازو ګډون کړی و، چې يوه پر درېيمه برخه يې امريکايي تصدۍ وې.
کيرني (Kearney) شرکت په يوه راپور کې ليکلي، چې د بهرنيو پانګوالو د مستقيمو پانګو د باور په درجه بندۍ کې چين له اووم څخه درېيم ځای ته لوړ شوی او د نويو مخ پر ودو بازارونو کې يې لومړی ځای نيولی دی.
څوک نړيوال اصول خرابوي او څوک يې ساتي؟
د دې پوښتنې ځواب اسان دی. نړۍ بادارۍ ته نه، بلکې عدالت ته اړتيا لري او دا نه يوازې د چين روښانه دريځ دی، بلکې د نړيوالې ټولنې ګډه غوښتنه هم ده.
































