ناټو وايي تمه لري چې افغان جګړه ژر تر ژره پای ته ورسېږي. په افغانستان کې د ناټو ملکي استاري سټیفانو پونتیکور د ملي مصالحې عالي شورا له رییس ډاکټر عبدالله عبدالله سره د لیدنې پر مهال ویلي تمه لري چې د افغان سولې مذاکرات په لومړي پړاو کې پایلې ولري او دلته د تاوتریخوالي د ختمېدو سبب شي. نوموړي ویلي ناټو د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي خو تر څنګ یې د افغان ځواکونو ملاتړ ته هم ادامه ورکوي. په ورته وخت کې په اروپا کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان هم له ولسمشر سره په لیدنه کې ویلي چې له افغان ځواکونو او افغان حکومت به د ناټو ملاتړ دوامداره وي او د افغان ځواک په پیاوړتیا کې به لا ډېرې هڅې کوي.
































