ډونالډ ټرمپ وایي، امریکا په افغانستان کې د روانې جګړې په ختمولو بوخته ده. د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ۷۵مې ناستې ته په خپله وینا کې د امریکا ولسمشر ویلي، ژر به له افغانستان خپل ځواکونه وباسي او په دغه هېواد کې به د امریکا اوږده جګړه ختمه کړي. هغه ټینګار کړی چې امریکا په ټوله نړۍ کې د سولې غوښتونکې ده خو په دې برخه کې له ځواکمن دریځ خبرې کوي. هغه ویلي چې په افغانستان کې د روانې جګړې پر ختمولو بوخت دي او هڅه یې دا ده چې په دغه هېواد کې د مذاکراتو له لارې یو توافق رامنځ ته شي. ټرمپ داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په دوحه کې بین الافغاني خبرې روانې دي، د افغانستان ډېری ولایتونه د خونړیو جګړو شاهد دي او بهرني ځواکونه په خپلو نظامي اډو کې له هر ډول ګواښ خوندي دي.
































