ناټو یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان کې یې حضور په شرایطو پورې تړلی دی. د راپورونو له مخې د ناټو د غړو هېوادونو ددفاع وزیرانو پر ځینو مهمو مسایلو انلاین کنفرانس کړی دی. دوی په دغه کنفرانس کې ټینګار کړی چې په افغانستان کې یې د سرتېرو حضور په شرایطو پورې تړلی دی. د ناټو ددفاع وزیرانو په دې غونډه کې د نړیوال امنیت تر څنګ پر نورو مهمو مسایلو هم خبرې کړې دي. دوی یو ځل بیا په ناټو کې پر یووالي او له یو بل سره پر نږدې همکارۍ ټینګار کړی دی. ناټو تر دې وړاندې هم ویلي چې په افغانستان کې یې حضور او یا له دې هېواد یې د سرتېرو د ایستلو مسئله په شرایطو پورې تړلې ده. د ناټو ددفاع وزیرانو د ترهګرۍ ضد جګړه باندې هم ټینګار کړی دی.
































