د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار مکماسټر په تازه څرګندونو کې ویلي چې د امریکا دولت کې ځينې پټې کړۍ له افغانستانه د امریکایي سرتېرو وتلو سره مخالفې دي او د یو شمېر رسنیو په مرسته هڅه کوي د افغان سولې پروسه تخریب کړي. هغه له یواساې ټودې، سره په تازه مرکه کې یو ځل بیا څرګنده کړې چې امریکا دا ځل د سپټمبر د ۱۱مې تر پېښې ستر خطر ته ځان ورکړی، ځکه دده په خبره ترهګرې ډلې تر پخوا ډېرې پیاوړې شوې دي. نوموړي د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون ته په اشارې ویلي، یاد تړون طالبانو ته اجازه ورکړې چې تر خپل کنټرول لاندې ساحې لا پراخې کړي. د یادونې ده چې نوموړي وړاندې تر دې هم له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو له وتو سره مخالفت کړی او زیاته کړې یې ده چې په دې توګه دې ترهګرو ته د سپټمبر د ۱۱مې پیښې د بیا تکرار اجازه نه ورکول کېږي.
































