د چين دولت رئيس شي جين پينګ او د اندونيزيا لوسمشر پرابوو سوبياټو د دواوړ هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو ۷۵مې کليزې په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه وليږل.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ ستراتيژيک ارزښتناکې او پر نړۍ اغېز لرونکې بللې او هيله يې ښودلې، چې له ولسمشر پرابوو سره د دواړو خواوو ترمنځ هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ لا ژورې کړي، څواړخيز ستراتيژيکې همغږۍ پياوړې کړي، د چين او اندونيزيا ترمنځ د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ چارو ته هوساينه ورکړي، د لويو پرمختيايي هېوادونو د يووالي، همکارۍ او ګډ پرمختګ ښه نمونه جوړه کړي.































