د لاوس صدراعظم سونکسای سيپهندون په دې وروستيو کې له سي جي ټي اېن سره ځانګړۍ مرکه کړې.
سونکسای په دې مرکه کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې د چين ستر برياليتوب ستايلی او ويلې يې ده، چې چين د نورو هېوادونو لپاره قيمتي تجربې برابرې کړې دي. هغه زياته کړې، چې لاوس به له چين سره همکارۍ لا پياوړې کړي او له دې له لارې به د لاوس د ټولنيز او اقتصادي پرمختګ لسم پنځه کلن پلان ( ۲۰۲۶م – ۲۰۳۰م کال) بشپړ کړي.
سونکسای د لاوس او چين ترمنځ د رېل پټلۍ لوړه ستاينه کړې. د ده په خبره، رښتيني ارقام او تحقيقات ښيي، چې دغه رېل پټلۍ ستر اقتصادي ارزښت لرونکې پروژه ده او له اټکل څخه يې لا ښې لاسته راوړنې تر لاسه کړي دي.
































