د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او دولت رئيس شي جين پينګ د اپرېل په ۱۴ مه په ځانګړې الوتکه کې د ويتنام پلازمېنې هانوي ته ورسېد او د هانوي په نړيوال هوايي ډګر کې يې يوه کتبي وينا وکړه.
شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل، سږ د چين او ويتنام د رسمي اړيکو د ټينګېدو ۷۵ مه کليزه ده او د چين او ويتنام ترمنځ د کلتوري تبادلې کال نومول شوی چې پدې سره د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې ابادي د پرمختګ له نويو فرصتونو سره مخ ده. چين دغه فرصتونه د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا ښه کېدو یوه نوې پيلامه ګڼي او غواړي له ويتنام سره خپلمنځي دوستۍ او همکاريو ته پرمختګ ورکړي، څو د دواړو هېوادونو خلکو، سيمې او نړۍ ته زياتې ګټې ورسوي.
د ويتنام دولت رئیس لونګ څونګ او یو شمېر نورو ګوندي او دولتي چارواکو د هانوي په نړيوال هوايي ډګر کې د شي جین پينګ تود هرکلی وکړ.































