》د شي جين پينګ د خوښۍ وړ کلاسيکې کيسې《پروګرام چې د چين ميډيا ګروپ لخوا په ماليزيايي ژبه جوړه شوې، د اپرېل له ۱۴ مې څخه د ماليزيا په راډيو او تلويزيون(RTM) کې په خپرېدو پيل شوی دی.
په دې پروګرام کې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې، د کلتور د خپرېدو او نوښت، د ايکولوژيکي تنوع د ساتنې او د مختلفو تمدنونو د متقابلې زده کړې په ګډون پر یو شمېر موضوعاتو تمرکز شوی.
په دغه پروګرام کې د شي جين پينګ په يو شمېر مهمو ويناوو، ليکنو او خبرو کې ياد شوي چيني لرغوني اثار او کلاسيک او مشهور عبارتونه را اخیستل شوي دي.
دغه راز د حکومتولۍ ، تاریخ او کلتور په اړه د شي جين پينګ نظرونه پکې بیانېږي.
































