امریکا وايي د سرتېرو تر ایستلو وروسته هم که اړتیا پېښه شي په افغانستان کې عملیات ترسره کولی شي. د امریکا ددفاع وزارت چارواکو واشنګټن ټایمز ته ټینګار کړی چې په افغانستان کې یې د سرتېرو حضور یا وتل په حالاتو پورې تړلي دي. د پنټاګون دغه لوړپوړي نظامي چارواکي ویلي دوی که سرتېري له افغانستان وباسي هم، خو دا ددفاع وزارت تګلاره ده چې د اړتیا په صورت کې به د اهدافو د په نښه کولو لپاره عملیات کوي. سرچینې ویلي دوی د سرتېرو تر ایستلو وروسته هم په افغانستان کې عملیات ترسره کولی شي او که جګړې زیاتېږي نو امریکایي ځواکونه به د وتلو پر پرېکړه له سره کتنه کوي. د پنټاګون دغه چارواکي له طالبانو هم غوښتي چې مذاکرات مانا دار کړي، جګړې کمې کړي او په تاوتریخوالي کې کموالی راولي.
































