افغان مېرمنې د سولې په خبرو کې د خپلو حقوقو په اړه اندېښنه لري. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز وایي افغان مېرمنې له طالبانو سره په روانو خبرو کې د خپلو حقوقو په اړه اندېښنه لري. د نوموړې په خبره نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې د سولې په روانه پروسه کې د ښځو پر اساسي حقوقو چې طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال نه و مراعات کړي، ټینګار وکړي. د نوموړې په وینا ښځې باید د کار او زده کړو حق ولري او وکړی شي په ازادانه توګه خپلې خبرې وکړي. له دې سره جوخت د امریکا کانګریس ته بیا زلمي خلیلزاد ویلي وو چې د ښځینه وو پر حقونو به معامله نه کېږي او له طالبانو سره پر دې مسایلو واضح بحثونه کېږي.
































