ولسمشر غني وایي سوله او اوربند یې د چارو لومړیتوب دی. ولسمشر غني تېره شپه د ویډیو کنفرانس له لارې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته وینا وکړه. نوموړي د خپلو خبرو پر مهال ویلي چې افغانستان له ګڼو ستونزو سره مخ دی خو تر ټولو لومړیتوب اوربند او سوله دي. هغه له افغان سولې د ملګرو ملتونو ملاتړ مهم بللی دی او په خبره یې دغه سازمان باید په روانو کړکېچنو حالاتو کې د افغانستان لاسنیوی وکړي. ولسمشر غني په سیمه کې د ترهګرو مرکزونو ته په اشارې ویلي چې د یوه با ثباته افغانستان لپاره باید په سیمه کې د ترهګرو او ترهګریزو فعالیتونو رېښې له منځه لاړې شي او پر وړاندې یې باید اقدام وشي. نوموړي دغه راز زیاته کړې چې دوی په افغانستان کې د یوه پیاوړي حکومت د جوړولو او له ناخوالو د راتلونکي نسل د ژغورلو لپاره هلې ځلې کوي او په دې برخه کې د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري. هغه د سولې پروسه یو مهم پرمختګ بولي خو تمه لري چې په دوحه کې روانې خبرې په افغانستان کې د اوربند او جګړو د کمېدو سبب شي.
































