ازبکستان وایي ملګري ملتونه دې له افغانستان سره ددایمي پرمختګ په برخه کې مرسته وکړي. د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د ملګرو ملتونو ۷۵ عمومي اسمبلې ته د خبرو پر مهال ویلي چې افغانستان د مرکزي اسیا له مهمو هېوادونو دی او ددغه هېواد ثبات د ټولې سیمې لپاره مهم دی. دده په خبره د ملګرو ملتونو سازمان باید په افغانستان کې له دایمي پرمختګ او سولې سره همکاري وکړي او په دغه هېواد کې دې د دایمي ثبات له راتګ سره پوره همکاري وکړي. هغه وایي دوی له افغانستان سره ښې اړیکې لري او د مرکزي اسیا هېوادونو په ګڼو غونډو کې د افغانستان له پرمختګ او امنیت سره پر همکارۍ ټینګار کړی دی. د ازبکستان ولسمشر دغه راز پر نړیوالو غږ کړی چې په نږدې همکاریو او د سولې له پروسې په ملاتړ افغانان دایمي ثبات او سولې ته ورسوي.
































