د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵م کال د چيني ژبې د ورځې په وياړ فعاليت او د چين ميډیا ګروپ ۵م ويډيويي فیسټېوال د اپريل په ۱۵مه نېټه په جنيوا کې ترسره شو.
د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ ياد فعاليت ته ويډيويي وينا کړې. د ملګرو ملتونو د جنيوا دفتر عمومي مديرې تاديانا والوايا او په جنيوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر او په سويس کې د نړيوالو سازمانونو په استازنځايونو کې د چين دايمي استازي چن شوی دې فعالیت ته وینا کړې. د روسيې، سربیا او پاکستان په ګډون د ۵۰ هېوادونو استازو او ډيپلوماتانو، د نړيوالو سازمانونو او ارګانو استازو او د بېلابېلو برخو شخصيتونو په شمول څه باندې ۳۰۰ کسانو په دې فیسټیوال کې ګډون کړی و.
د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵م کال د چيني ژبې د ورځې په وياړ فعاليت او د چين ميډيا ګروپ د بهرنيو فلمونو او ويډيوګانو ۵م فيسټيوال د « چين ته سفر» تر عنوان لاندې تر سره شو او نړیوالو ته يې بلنه ورکړې، چې په خپله ويډیو کې چين ته د سفر کيسه ثبته کړي.
































