د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل د ۱۶مې نېټې په ماسپښين کې د ماليزيا په پوتراجيا کې د دغه هېواد له صدراعظم انور بن ابراهيم سره خبرې وکړې.
شي جين پينګ د دغې کتنې په ترڅ کې د چين او ماليزيا ترمنځ د ګډ برخليک ستراتيژيکې ټولنې د جوړولو په اړه درې فقره ييز وړانديز وکړ: لومړی، دواړه هېوادونه بايد ستراتيژيکه ځانبسياينه تر سره کړي او په لوړې سويې دې خپلمنځي ستراتيژيکې همکارۍ وکړي. دوهم، دواړه هېوادونه بايد د پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي او د باکيفيته پرمختګ همکاريزه نمونه دې وګرځي. درېيم، دواړه هېوادونه بايد خپلمنځي نسل په نسل دوديزه دوستي په ميراث وساتي او د تمدنونو ترمنځ متقابلې زده کړې دې ژورې کړي.
د ماليزيا صدراعظم انور بن ابراهیم خپل هېواد ته د رئيس شي جين پينګ د ورتګ تود هرکلی وکړ او څرګنده يې کړه چې ماليزيا د يو چين پر پېژندنې ټينګار لري او د تايوان له هر ډول بېلتون غوښتونکو کړنو څخه ملاتړ نه کوي. ده زیاته کړه چې ماليزیا هيله لري چې له چيني لوري سره خپلمنځي ستراتيژيک تماسونه پياوړي او متقابل سياسي باور ټينګ کړي، د دواړو هېوادونو سوداګرۍ زياتې کړي او د ډيجتلي اقتصاد، زرغون اقتصاد او مصنوعي ځيرکتيا په شمول د ماليزيا په نويو چارو کې د چيني تصديو د پانګونې هرکلی کوي.
د ده په خبره ماليزيا غواړي له چين سره د کلتور، ښوونې او سيلانۍ په شمول چارو کې تګ راتګ او نظرتبادلې پياوړی کړي او په ګډه د انسانانو مدني پرمختګ پرمخ بوزي.
































