د چين دولت رئیس شي جین پينګ د اپرېل د ۱۸ مې نېټې په سهار له کمبوډيا څخه رسمي ليدنه پای ته ورسوله او بېجينګ ته را ستون شو.
د کمبوډيا لومړي وزير هوسن مانيټ تر هوايي ډګره شي جين پينګ بدرګه کړ او خدای پاماني يې ورسره وکړه.
هوايي ډګر ته د غځېدلې لارې دواړو غاړو ته سلګونه عام خلک چې د چین او کمبوډیا بيرغونه ورسره وو، د شي جین پينګ د درناوي لپاره ولاړ وو.
دغه راز په هوايي ډګر کې د کمبوډیا تشریفاتي کارډ له خوا د شي جین پينګ د درناوي لپاره رسم ګذشت ترسره شو او شي جين پينګ يې تر الوتکې بدرګه کړ.































