د چين صدراعظم لي چيانګ د اپرېل په اتلسمې نېټې د دولتي شورا د يوې غونډې مشري وکړه. ګډونوالو د استخدام د ثابتېدو او د اقتصاد د باکيفيته پرمختګ د پرمخ بېولو لپاره د څو اقداماتو او د چين د ولسي جمهوريت د ټولنې مرستندويه قانون په باب بحثونه وکړل او د چين د ولسي جمهوريت د نباتاتو د نویو ډولونو د ساتنې په تړاو قانوني مسوده يې تصويب کړه.
يادې غونډې ته یې اشاره کړې چې موږ دې د پېچلي بهرني چاپېريال پر وړاندې د مرکزي حکومت د اقتصاد په کاري غونډه کې ترتيب شوي کارونه ترسره کړو، په حکومتي کاري راپور کې ټاکل شوي تدبیرونه دې جدي ونيسو، اقتصادي او ټولنيز پرمختیایي موخې ته دې پام واړوو او د کورنيو اړتياوو او مصرف د زياتېدو او اقتصادي جوړښت د غوره والي لپاره د ګړندۍ هڅې وکړو، څو اقتصاد مو باکيفيته پرمختګ وکړي.































