د چین دولت رئیس شي جین پینګ د ۲۰۲۵ کال د اپریل له ۱۴مې څخه تر ۱۸مې پورې، د ویتنام، مالیزیا او کمبوډیا د مشرانو په بلنه دغو درېیو هېوادونو ته رسمي سفرونه وکړل. د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو غړي او د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د دې سفر په پای کې خبریالانو ته اړوند معلومات ورکړل.
وانګ يي وويل چې دغه سفر په سږ کال کې نورو هېوادونو ته د رئیس شي جين پينګ لومړی سفر و. په داسې حال کې چې د نړۍ پر وړاندې د یواړخیزم او تسلط ګواښونه وړاندې دي، د رئیس شي جين پينګ دغه سفر د ښه ګاونډیتوب او متقابلې ګټورې همکارۍ په تمرکز شوی او په بریالۍ تر سره شوی دی. د پنځو ورځو او څلورو شپو په موده کې، رئیس شي جين پينګ په نږدې ۳۰ فعالیتونو کې ګډون کړی، او د همکارۍ نږدې سلو پايلو ته يې وده ورکړه.
کورنيو او نړیوالو رسنیو د رئیس شي جين پينګ دغه سفر ته ډېرې پاملرنې کړې او په ګڼ شمېر اړوندې خپرونې یې کړې دي. رئیس شي جين پينګ د يو لوی او مسئولانه هېواد مشر په توګه د آزادې سوداګرۍ د ملاتړ، د يو اړخيزې ځورونې سره د مخالفت او د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو په موخه د عدالت غږ پورته کړی، د هېوادونو ترمنځ په اتحاد او همکارۍ کې یې باور او زړورتوب برابر کړی دی.
































