د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده وایي، پر ایران لګول شویو بندیزونو ته دوام ورکوي خو هڅه کوي له مختلفو لارو ایران سره مذاکراتو ته لار هواره کړي. مورګان اوتاګوس ویلي، یو توافق ته د رسېدو تر ټولو غوره لار خبرې دي او دوی هڅه کوي له همدې لارې ایران سره یوې هوکړې ته ورسېږي. نوموړې یو ځل بیا ایران ته د دښمن خطاب کړی او ویلي یې دي چې ایران باید په سیمه کې له ورانکاره کړنو لاس واخلي. امریکا دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې په دې وروستیو کې داسې راپورونه ورکړل شوي دي چې امریکا د ایران پر وړاندې په نړیواله کچه یوازې شوې او حتی خپل متحدین یې هم ملتیا نه کوي.
































