د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرو ټاکنو پر مهال د پوچو څرګندونو له امله مشهور و. نوموړي یو ځل بیا له خولې لاس اخیستی دی او خپل ډیموکراټ سیال جوبایډن یې د جان مککین روزل شوی سپی بللی دی. ټرمپ دا څرګندونې وروسته تر هغه کړې دي چې د مککین مېرمنې سینډي مککین له جوبایډن څخه ملاتړ اعلان کړی دی. ټرمپ پر خپل ټویټر لیکلي، سینډي ډېره نه پېژني خو د هغې د مېړه په غوښتنه یې نوموړې ته د خپلو تېرو ټاکنو پر مهال په یوه کمېټه کې دنده ورکړې وه. هغه زیاته کړې، ده ته هیڅ جالبه نه ده ځکه د سینډي په څېر ډېر کسان شته چې له یو خوبهوړي نوماند نه یې ملاتړ کړی دی او کوي یې.
































